Home » افغانستان » افغان ولسمشر: بګرام اډه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تجهیزات پاتې دي
رویداد خبري آژانس
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر: بګرام اډه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تجهیزات پاتې دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، بګرام هوایي اډه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت امکانات او تجهیزات پاتې دي.

ولسمشر غني پرون د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه نېټه) د کابینې غونډې ته وویل، یوازې د دې اډې سل بستریز روغتون دومره وسایل لري چې سیمه کې ممکن بې ساری وي.

نوموړي ټینګار کړی چې حکومت یې اوس د دې اډې د راتلونکو اقتصادي او ټولنیزو ګټو لپاره طرحې جوړوي: “دا میدان درې میلیارده ډالره ارزښت لري، درې میلیارده ډالرې پانګونه پرې شوې ده، د زېرمو او نورو اړخو له مخې ممکن د میدان دننه لسګونه میلیارده ډالره پانګونه شوې وي. اوس دا میدان په مطلق ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په کنټرول کې دی.”

بګرام د کابل په شمال کې د امریکایي او ناټو ځواکونو تر ټولو ستره اډه وه، خو دا ځواکونه له نژدې شل کلن حضور وروسته څه باندې دوه اونۍ مخکې په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...