افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي امریکا متحده ایالات ترې مخ نهدی اړولی له افغانستان سره یې همکاري دوام لري.
ولسمشر غني دا خبره د واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې ده.
هغه زیاته کړې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر ورسره خبرې کړې دي.
د ولسمشر د مرکې ځینې برخې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري یکشنبه ناوخته خپرې شوي.
هغه دا هم ویلي که طالبان سوله ونهکړي، نهیوازې افغان پوځ، بلکې افغانان بهیې هم په مخ کې ودرېږي.
د مرکې په یوه برخه کې ولسمشر غني هغه امکان نهدی رد کړی چې که وضعیت له کنټرول ووځي د امریکا کورنی امنیت به هم له ګواښ سره مخ شي.