Home » افغانستان » افغان ولسمشر: نړیوال دې د کرونا د واکسین تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر: نړیوال دې د کرونا د واکسین تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع ځانګړې غونډې ته د ویډیویي کنفرانس له لارې وویل، نړیوال دې د کرونا د واکسین تطبیق کې له افغانستان سره همکاري وکړي.


ولسمشرغني پرون د پنجشنبې په ماښام ډیسمبر درېیمه (لیندۍ ۱۳) د ملګرو ملتونو عمومي مجمع ځانګړې غونډه کې چې په انلاین بڼه ترسره شوه ګډون کړی و.
افغان ولسمشر د خپلو خبرو پر مهال، له کرونا وېروس سره د مبارزې په لومړي پړاو کې د عامې روغتیا وزارت سره د همکارو سازمانونو د نه ترسره شویو ژمنو د څرنګوالي په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې.


نوموړي ویلي، د افغان- جاپان روغتون طبي تجهیزاتو او امکاناتو ته شدیده اړتیا لري او په وینا یې، د کرونا وبا دویمه څپه د خلکو تر کورونو رسېدلې ده او د ژمي په موسم کې ددغې ناروغي له دویمې څپې سره مخ یو.


هغه د نړیوال او اسیا پراختیایي بانکونو له رییسانو غوښتي چې د کرونا واکسین برنامې د تطبیق په لومړي پړاو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې د یادو بانکونو رییسانو د کرونا واکسین د تمويل په لومړي پړاو کې د نړیوالې ټولنې د مالي تعهداتو چې ټاکل شوې د افغان حکومت له لوري د نړیوال بانک په مرسته تطبیق شي، خبر ورکړ.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...