Home » افغانستان » افغان ولسمشر:طالبان دې دایمي اوربند غوښتنه ومني
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر:طالبان دې دایمي اوربند غوښتنه ومني

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.

ولسمشر غني پرون یکشنبې د اکټوبر ۱۸ (تلې۲۸) د ملي امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال په غور او نورو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه غندلي دي او په خبره یې د بې ګنا افغانانو وژل نه بښل کېدونکی بشري جنایت دی.

نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي او د جګړو پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي.

هغه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې ده چې خپل اقدامات لا ډېر کړي او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره تیار اوسي.

په غونډه کې په هېواد کې پر روان وضعیت او همدا راز دفاعي اقداماتو هم بحثونه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...