افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي چې د هېواد په حکومتي ادارو کې له دولتي منابعو هیڅ ګټه نه اخیستل کېږي.
ولسمشرغني نن یکشنبه (د وري ۸مه نیټه) د ځوانانو عالي شورا د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمي لري او که په ښه توګه مدیریت شي نو هیڅ افغان به له لوږې سره مخ نه شي.
ولسمشر له ډېر جزیاتو پرته وویل چې اوسمهال د هېواد لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي.
نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل، هر هغه څوک چې تعصب او فساد کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي، د هغوی پر وړاندې باید پیاوړې او کارنده مبارزه وشي.
ولسمشر غني دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې څرګنده کړې چې په تېرو ۴۲ کلونو کې د افغانستان خلک د سولې له حقه بې برخې وو او اوس باید په خپله د خپل راتلونکي نظام د جوړونې لپاره پرېکړه وکړي.
افغان ولسمشر په خبرو کې وویل:” د پاکستان د “غلطو” سیاستونو له مله یاد هیواد سره د افغانستان سوداګرۍ له درې ملیارده ډالرو څخه یو ملیارد ډالرو ته را “ټیټه” شوې، خو نورې نړۍ سره مو سوداګرۍ بیا پنځه برابره “زیاته” شوې ده.”