Home » افغانستان » افغان مذاکراتي پلاوی: په قطر کې دسولې بحثونه په سم لوري روان دي
رویداد خبري آژانس

افغان مذاکراتي پلاوی: په قطر کې دسولې بحثونه په سم لوري روان دي

په قطر کې افغان مذاکراتي پلاوی وایي د سولې بحثونه پر سم لوري روان دي.

ددغه پلاوي غړې فوزیه کوفي وایي سره له دې چې پر ځینو مسایلو تر وخت مخکې خبرې پیل شوې دي، خو بیا هم د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات پر سم لوري روان دي او ددې تمه شته چې ژر په رسمي توګه پر اجنډا بحثونه پيل شي.

میرمن کوفي وایي خلک اندېښنه لري او په تمه دي چې ژر د مذاکراتو او روانو بحثونو پایله وویني، خو په خبره یې حوصله په کار ده او افغان جګړه بنسټيزې خاتمې ته اړتیا لري.

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي دغه غړې د خبرو او مذاکراتو بهیر مثبت ارزوي او تمه ښيي چې ژر به دواړه لوري د اختلافونو پر ختمولو هم بریالي شي.

تر دې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم هم د اختلافاتو د ژر ختمېدو خبر ورکړی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...