Home » فرهنګی او ټولنیز » افغان لیکوال او ژورنالیست رهنورد زریاب مړ شو

افغان لیکوال او ژورنالیست رهنورد زریاب مړ شو

د هېواد نامتو لیکوال او ژورنالیست رهنورد زریاب د جمعې په شپه مړ شو.

زریاب له څه مودې راهسې ناروغ او په روغتون کې تر درملنې لاندې و. هغه په ۷۶ کلنۍ په عمر له دې نړۍ وکوچید.

د زریاب ملګري او یو شمېر رسنۍ د هغه مړینه تاییده کړې ده. ویل کېږي آرواښاد رهنورد په کرونا ویروس اخته شوی و او مړینه یې د کرونا وبا له امله رامنځته شوې ده.

ښاغلي رهنورد د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پونځي فارغ شوی و او ماسټري یې د بریتانیا له سویلي ویلز په پوهنتون کې کړی و.

رهنورد زریاب په ۱۳۲۳ کال کې زیږدلی و.

د معلوماتو له مخې آرواښاد رهنورد له سلو ډېرې لنډې کیسې او یو شمېر رومانونه لیکلي او هم یې د تصویر په نوم د کیسو یوه ټولګه يې روسۍ ژبې ته ژباړل شوې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...