Home » افغانستان » افغان لوبډلې په پنځوس اوریزه لوبلړۍ کې له سوېلي افریقا څخه دویمه لوبه وګټله

افغان لوبډلې په پنځوس اوریزه لوبلړۍ کې له سوېلي افریقا څخه دویمه لوبه وګټله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې (جمعه، د وږي ۳۰مه) د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د سوېلي افریقا کرکټ لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو د روانې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې افغان اتلانو سیالې سوېلي افریقا لوبډلې ته د ۳۱۲ منډو هدف ورکړ، د یاد هدف په ځواب کې سیالې لوبډلې ښه پیل وکړ او د لومړۍ ویکټې لپاره یې د ۷۳ منډو ملګرتیا وکړه.

د ویلو ده چې دا په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې څلورم ځل دی چې راشد خان په یوه پاڼۍ کې ۵ ویکټې ترلاسه کوي.
د نوموړي د غوره توپ اچونې پرمټ افغان اتلانو وکولی شول چې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۷ منډو په توپیر ماتې ورکړي او په روانه لوبلړۍ کې دویمه بریا او په ټوله کې لوبلړۍ په خپل نوم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د افغانستان په کوربتوب د شارجې په کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...