Home » افغانستان » افغان لوبډلې له زيمبابوې لوبډلې د کرکټ دويمه يو ورځنۍ لوبه هم وګټله

افغان لوبډلې له زيمبابوې لوبډلې د کرکټ دويمه يو ورځنۍ لوبه هم وګټله

د افغانستان او زيمابوې کرکټ ملي لوبډلو پرون دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) د نړيوال جام سوپر ليګ سياليو په ترڅ کې خپله دويم لوبه ترسره کړه.

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ اچولو پرېکړه يې وکړه. زيمبابوې لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره ټول‌ټال د ۲۲۹ منډو هدف کېښود.

اېنوسېنټ کايا له نورو ډېرې ۶۳، رويان بورل ۵۱ او سکندر رضا ۴۰ منډې وکړې. له دې سره فريد احمد ملک ۳، فضل‌الحق فاروقي، راشد خان او محمد نبي بيا د زيمبابوې يو-يو لوبغاړی وسوځوه.

د لوبې په دويمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې توپوهنه پيل کړه او په ۵۴ اوور کې يې د زيمبابوې له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ.

په توپ وهنه کې ابراهيم ځدراڼ ۱۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او دغه راز د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د نوموړي ترڅنګ رحمت شاه هم ۸۸ منډې جوړې کړې او دواړو ترمنځ د توپوهنې اوږده ملګرتيا وشوه.

افغانستان له زيمبابوې څخه د دويمې يو ورځنۍ لوبې په ګټلو سره، له دې هېواد څخه روانه يو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله او ټاکل شوې چې د يادې لوبلړۍ وروستۍ درېيمه لوبه د راتلونکې پنج‌شنبې په ورځ ترسره شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...