پرون سېشنبه ماښام د (زمري په ۱۷مه) د افغانستان او ايرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د شل اووريزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې مخامخ شوې.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغان لوبډلې توپ وهنه وکړه او د شل اوورونو په لوبولو سره يې، د ايرلنډ سيالې لوبدلې ته د ۱۶۹ منډو هدف کېښود.
خو ايرلنډ لوبډلې بيا د ښې توپ په ترڅ کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره، د افغان لوبډلې له لوري ورته ټاکال شوی هدف په شلم اوور کې پوره او ۱۷۱ منډې يې جوړې کړې.
ټاکل شوې چې سبا پنجشنبه د اګسټ په ۱۱مه دواړه لوبډلې د روان سريز په دويمه شل اووريزه لوبه کې سره مخامخ شي.
افغان لوبډلې له ايرلنډ لوبډلې سره ۵ نړيوالې لوبې کړي، چې له ډلې يې ۴ هغه ګټلي او يوه هغه بيا د افغانستان او ايرلنډ لوبډلو ترمنځ مساوي شوې ده.