ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د (غبرګولي ۲۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زيمبابوې لوبډلې سره د نړيوال جام سوپر ليګ غوراوي سياليو يو ورځنۍ لوبلړۍ وروستې لوبه ترسره کړي.
افغان لوبډلې د يادې لوبلړۍ دوې لوبې له زيمبابوې ګټلې او نننۍ هغه يې وروستۍ لوبه ده. د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې افغان لوبډله د تېرو دوو لوبو په ګټلو سره په ښه مورال کې ده او تمه ده چې نننۍ لوبه به هم په ښه توپير وګټي.
افغانستان له زيمبابوې څخه د دوو يو ورځنيو لوبو په ګټلو سره، کرکټ نړيوالې شورا له لوري د يادو لوبو په جدول کې درېيم مقام لري.
ټاکل شوې چې د افغانستان او زيمبابوې لوبډلو ترمنځ ننۍ سيالي د افغانستان پر وخت غرمه مهال پر ۱۱بجو او ۴۵ دقيقو باندې پېل شي.