Home » افغانستان » افغان لوبډله نن د زيمبابوې پر وړاندې د کرکټ دويمه لوبه ترسره کوي

افغان لوبډله نن د زيمبابوې پر وړاندې د کرکټ دويمه لوبه ترسره کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) د ۲۰۲۳ زېږديز کال د نړيوال جام سوپر ليګ سياليو په لړ کې خپله دويمه يو ورځنۍ لوبه د زيمبابوې لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې افغان لوبډله له زيمبابوې لوبډلې څخه د لومړۍ لوبې په ګټلو سره په ښه روحيه کې ده او باوري دي، چې دويمه لوبه به هم په لوی توپير وګټي.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډله د تېرې شنبې په ورځ وتوانېده، چې د ۶۰ منډو په توپير زيمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړي او په دې توګه په سوپرليګ سياليو کې د ۱۰ نمرو په ترلاسه کولو سره د همدې سياليو په نړيواله درجه بندۍ کې درېيم ځای خپل کړي.

ټاکل شوې چې نننۍ لوبه د هرارې په نړيوال لوبغالي کې د افغانستان پر وخت غرمه مهال پاو کم ۱۲ بجې پيل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...