د افغانستان کرکټ بورډ مسوولان وایي چې افغان لوبډله به سږکال ۲۰۲۴ کال کې له یو شمېر هېوادونو سره لوبې وکړي
د کرکټ بورډ اجراییه رییس، نصیب خان له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې افغان لوبډله به روان کال له نیوزلینډ سره یوه ټېسټ، د افغانستان په کوربتوب له وېسټ انډېزسره درې یو ورځنۍ سیالۍ او دغه راز له بنګلدېش او زمبابوې کرکټ لوبډلو سره به دریو واړو فارمټونو کې سیریزونه ولري.
نوموړی وایي، له نړیوال جام وروسته د لوبډلې پر ستونزو او راتلوونکې کې پر نورو پلانونو کار کوي او دغه راز هڅه کوي چې د روان کال په اوږدو کې له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم دوه اړخیزې لوبې ترسره کړي.
د کرکټ بورډ یاد چارواکي دغه راز زیاتوي چې له شپږ کلن ځنډ وروسته به د اګسټ په میاشت کې د شپږیزې لیګ او دغه راز APL سیالۍ هم ترسره شي چې موخه یې د پیاوړو لوبغاړو ټاکنه ده.
د هغه په خبره د شل اوریزه نړیوال جام له سیالیو وروسته یې ځینې لوبغاړي هېواد ته راستانه شوي او یو شمېر هغه یې په ځینو تجاراتي لیګونه کې پر لوبو بوخت دي.
سږکال د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د شل اوریز نړیوال جام سیالیو نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه، چې د کرکټ څارونکي دا د افغانستان د ورزش لپاره تاریخي لاسته راوړنه بولي.
د کرکټ څارونکي ټینګار کوي چې د افغان لوبډلې د توپ اچونې برخه په بې سارې ډول پیاوړې شوې، خو غوښتنه کوي چې د توپوهنې برخه کې لاهم ستونزې شته او باید د حل لار ورته ولټول شي.