د افغانستان د ټکوانډو، کم عمره لوبغاړو ملي لوبډلې د اسیا ازادو سیالیو کې درې د سرو زرو مډالونه وګټل چې دې سره یې د اتلولۍ مقام هم ترلاسه کړ.
د ټکونډو ملي لوبډلې د روزونکي محمد بشیر د معلوماتو له مخې، پنځو لوبغاړو په بېلابېلو پنځو اولمپیکي وزنونو کې سیالۍ وکړې او له ډلې یې درې لوبغاړي بریالي شول چې د سرو زرو مډالونه وګټي.
د نوموړي په خبره حکیم الدین اکید او تمیم الرحمن رحماني خپل څلور- څلور سیالان مات کړل او د سرو زرو مډالونه یې ترلاسه کړل.
په ورته وخت کې سدیس سکندر د خپلو درېیو سیالانو په ماتولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
د یادونې وړ ده چې په دغو لوبو کې تمیم الرحمن د سیالیو د غوره لوبغاړي لقب وګاټه او د افغانستان لپاره غوره ثابت شو.