Home » اقتصادی » افغان سوداګر له چین څخه د ویزو د ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي

افغان سوداګر له چین څخه د ویزو د ستونزو د هوارۍ غوښتنه کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وایي، افغانستان ته له ورغلي چینایي پلاوي څخه غوښتنه شوې چې چین ته د افغان سوداګرو د ویزې ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي، چې د دې وزارت مرستیال پرون ورځ په کابل کې د چینایي پانګه‌والو له یوه دولتي پلاوي سره لیدلي دي.

دې وزارت ویلي چې دغه پلاوي په افغانستان کې په یو شمېر سکتورونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.

د الکوزي په خبره چینایانو په افغانستان کې تر ډېره په کانونو کې له پانګونې سره لېوالتیا ښودلې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...