د افغانستان ملي امنیت شورا چارواکي وايي د نورو طالب بندیانو خوشي کیدل د سولې پروسه بریا ته نه شي رسولای.
د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي ۵۵۰۰ طالب بندیان چې خوشې شول، د سولې له پروسې سره کومه مرسته ونه کړه، نوموړی زیاتوي د طالبانو ۷۰۰۰ نور زندانیانو خوشې کول به هم له یادې پروسې سره په چټکتیا کې کومه مرسته ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مشرانو په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد سره د نورو طالب بندیانو پر خوشې کیدو خبرې وکړي، د دغو خبرو پوره جزییات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوې سیاسي توافق نامې په اساس د خپلو نورو زندانیانو آزادول غواړي.
په هغه توافق نامه کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې، طالبانو ژمنه کړې وه چې په لویو ښارونو کې به غټ بریدونه نه کوي.