Home » افغانستان » افغان حکومت د اروپایي هېوادونو نه غوښتي چې په زور د افغانانو ایستل بند کړي
رویداد خبري آژانس

افغان حکومت د اروپایي هېوادونو نه غوښتي چې په زور د افغانانو ایستل بند کړي

افغان حکومت د اروپایي هېوادونو نه غوښتې چې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره دې د افغان کډوالو اجباري اېستل ودروي.

افغان حکومت پداسې حال کې د دې اقدام غوښتنه کړې چې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او ناامني زیاته شوې.

د افغانستان د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې له یوې خوا د وسله الو طالبانو د تشدد ډیروالي او له بلې خوا د کرونا ویروس دریمې څپې خلکو ته اقتصادي او ټولنیزې ستونزې پیدا کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي، ” د حکومت په پریکړې کې ټینګار شوی چې کوربه هیوادونه دې د افغان کډوالو اجباري ایستل د دریو میاشتو لپاره بند کړي”.

وزارت ویلي چې د اروپا نه د افغان کډوالو راستیندل د اندیښنې وړ دي.

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې شاوخوا ۲.۵ میلیون ثبت شويو افغانانو د هیواد نه بهر د کډوالۍ ژوند کاوه، چې په نړۍ کې دویم هیواد دی چې دومره ډیر وګړي یې کډوال دي.

اکثریت دا افغان کډوال په پاکستان، ایران او اروپایي هیوادونو کې ژوند کوي.

شاوخوا ۵۷۰ افغان کډوال د سږ کال د جنوري او مارچ د میاشتو تر منځ پخپله خوښه د ملګرو ملتونو په همکارۍ هیواد ته ستانه شوي. پدې کې یوازې ۶ افغان کډوال وو چې د ایران او پاکستان څخه پرته د نورو هیوادونو نه افغانستان ته ستانه شوي.

د اروپایي ټولنې د احصایې د ادارې د معلوماتو له مخې تیر کال شاوخوا ۴۴۱۹۰ افغانانو په اروپایي هیوادونو کې د لومړي ځل لپاره دپناه اخیستلو غوښتنه کړې وه. دې ادارې ویلي چې ټول ټال ۴۱۶۶۰۰ افغان کډوالو د اروپا په بیلا بیلو هیوادنو کې پناه غوښتې.

بل پلو د ایټالیا صدراعظم ماریو ډراګي تیره میاشت ویلي و چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته اروپا باید د لا ډیر شمیر افغانانو راتګ ته چمتوالی ولري.

اکثریت اروپایي هیوادونو موافقه کړې چې هغو افغانانو ته پنا ورکوي چې په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو سره کار کړی وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...