افغان حکومت د رسنیو مرکز وایي، په تېرو څلور کلونو کې د ۴۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سیمې او نړۍ هېوادونو په ځانګړې ډول هندوستان،چین، متحده عربي اماراتو، ترکیې او اروپا ته د هوایي دهلېزونو له لارې ۲۱ زره مټریک ټنه صارات شوي دي.
د دې مرکز له لوري په خپور شوي راپور کې راغلي دي چې دا صادرات د ۱۸۰۰ هوايي پروازونو له لارې شوي دي.
د دې راپور پر بنسټ په دې صادراتو کې وچه او تازه میوه، زعفران، اینجه، افغاني غالۍ او چلغوزي شامل وو.
په دې راپور کې راغلي چې یوازې په تېره مې میلادي میاشت کې د هوايي دهلېزونو له لارې بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۲ عشاریه ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د حکومت د رسنیو د دې راپور پر بنسټ د ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې چې افغان حکومت د افغان تولیداتو د صادراتو لپاره هوايي دهلېزونه جوړ کړي دا هېواد يې په اقتصادي لحاظ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلولی دی.
په راپور کې راغلي، که څه هم په وروستیو کې کرونا ویروس د افغانستان په ګډون د سیمې او نړۍ هېوادونه ګواښي، خو د ۲۰۲۰ میلادي کال پرتله د ۲۰۲۱ میلادي کال تر وروستۍ میاشتې د افغانستان محصولاتو ۲۸ سلنه وده کړې ده.
دغه راپور وايي چې د هوايي دهلیزونو پیاوړي کول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي او د حکومت رهبري هڅه کوي چې دې برخه کې د افغان سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې حل او د افغانستان د اقتصادي ودې په هدف دوی ته لا غوره خدمتونه وړاندې کړي.