Home » افغانستان » افغان حکومت:نړیواله ټولنه دې طالبان د جګړې ختمولو ته وهڅوي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

افغان حکومت:نړیواله ټولنه دې طالبان د جګړې ختمولو ته وهڅوي

افغان حکومت وایي نړیوال دې طالبان د جګړو ختمولو ته وهڅوي.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي راپور هرکلی کړی دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په حقایقو ځان پوه کړي او طالبان سولې او اوربند ته وهڅوي.

د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبې په ورځ (د سلواغې۱۹مه نېټه) په یوه خبره شوې اعلامیه کې راغلي، چې طالبان لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري، پر خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی، هدفي بریدونو ته یې ادامه ورکړې ده، لا هم سختې جګړې کوي او مذاکراتو کې یې ګډون پیکه دی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې راغلي نړیواله ټولنه باید طالبان وهڅوي چې ژر تر ژره اوربند وکړي او د خبرو له لارې روانه جګړه پای ته ورسوي.

ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي وو چې طالبان لا هم له القاعده شبکې سره اړیکه لري او په دې برخه کې یې خپلې ژمنې نه دي عملي کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...