د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال سره په ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختیا او د ترهگرۍ پر ضد پر مبارزې ټینګار کړی دی.
چينايي رسنيو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو نوي وزیر چین ګانګ د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زیاته کړې چې په دې اړیکه کې دواړو لورو په بېلا بېلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او د ترهگرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې خبرې وکړې.
د چين د بهرنیو چارو وزير ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې د خپلو اتباعو او ادارو خوندیتوب ته ارزښت او اهمیت ورکوي او له خپل افغان سیال یې وغوښتل چې ددوی امنیت ته ټینګه پاملرنه وکړي.
متقي په دې ټېلېفوني اړیکه کې خپل چينايي سيالي ته په ډاګه کړې چې دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د بل هېواد پر ضد وكاروي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې افغانستان سره اړیکو او ملګرتیا ته ارزښت ورکوي او د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت او ځمکني بشپرتیا ته درناوی لري.