Home » افغانستان » افغان الف لوبډلې په اسیا کپ سیالیو کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

افغان الف لوبډلې په اسیا کپ سیالیو کې سریلانکا ته ماتې ورکړه

افغان کرکټ الف«ابدالیان»لوبډلې د اېمرجینګ اسیا کپ سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې سریلانکا الف لوبډلې ته په ۱۱ منډو ماتې ورکړه.

دا شل اوریزه لوبه پرون(جمعه، د تلې ۲۷مه)ترسره شوه، چې په کې افغان ابدالیان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۶ منډې جوړې کړې.

په افغان لوبډله کې صدیق اتل ۸۳ او زبید اکبري ۵۷ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې سریلانکا په ۱۹.۳ اورونو کې ۱۵۵ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

افغان الف لوبډله خپله دویمه لوبه سبا(یکشنبې، د تلې ۲۹مه) د بنګله دېش الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

اېمرجېنګ اسیا کپ سیالۍ پرون پیل شوې چې د افغانستان ترڅنګ د هند، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش، هانګ کانګ، نیپال، عمان او متحدو عرب اماراتو لوبډلې هم ګډون لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...