د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د ایمرجېنګ اسیا جام شلاوریزو سیالیو په لړ کې به افغان الف«ابدالیان»لوبډله خپله دریمه لوبه له هانګ کانګ سره ترسره کړي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن(سه شنبه،د لړم لومړۍ)د کابل پر وخت ماسپښین ۱:۳۰ بجه پیل شي.
افغان الف لوبډلې تر دې دمه د ایمرجېنګ اسیا جام شلاوریزو سیالیو کې دوه سیالۍ ترسره کړي او دواړه یې ګټلي دي او د څلورو پواينټونو په لرلو سره د لومړي ګروپ په سر کې ځاى لري.
له دې وړاندې افغان ابدالیانو د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د ویلو ده چې یادې سیالۍ شل اوریزې دي او له افغانستان سربیره په کې د ۸ نورو هیوادونو الف لوبډلې په دوو ګروپونو کې د یو بل پر وړاندې لوبېږي.