د افغانستان کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، افغان الف لوبډله نن(سه شنبې،د لړم۸مه)سهار کابل ته راستنه شوې ده چې د ښه راغلاست لپاره یې د کابل په هوایي ډګر کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو.
افغان الف«ابدالیانو» لوبډلې د اسیا اېمرجېنګ جام کرکټ سیالیو کې وړمه شپه د سریلانکا الف لوبډلې ته په پایلوبه کې ماته ورکړه او په لومړي ځل یې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
د اسیا اېمرجېنګ جام کرکټ سیالیو کې پر افغانستان سربېره، سریلانکا، هند، پاکستان، بنګله دېش، هانګ کانګ، نیپال، عمان او د متحده عرب اماراتو الف لوبډلو هم ګډون کړی وو.