Home » افغانستان » افغان الف«ابدالیان»لوبډله نن له بنګله دېش سره سیالي کوي

افغان الف«ابدالیان»لوبډله نن له بنګله دېش سره سیالي کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وایې، چې افغان الف«ابدالیان»لوبډله به نن(یکشنبې، د تلې۲۹مه)د اسیا اېمرجینګ جام په سیالیو کې خپله دویمه لوبه د بنګله‌دېش له الف لوبډلې سره وکړي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شي.

د اېمرجینګ اسیا جام سیالۍ د تېرې جمعې په ورځ په عمان کې پیل شوې او په لومړۍ سیالۍ کې افغان الف لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.

د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې د بېلابېلو هېوادونو ۸ الف لوبډلې په دوو ډلو کې سره لوبې کوي.

د اېمرجینګ اسیا جام سیالیو کې افغانستان له بنګله دېش، هانګ کانګ او سریلانکا سره په يوه ګروپ کې دی، تراوسه بنګله دېش د اېمرجینګ اسیا جام کې درې لوبې ګټلي په داسې حال کې چې افغانستان تر دې دمه دوه لوبې ګټلي او یوه لوبه یې بې پایلې پای ته رسیدلې ده.

د یادولو ده چې عمان د دې سياليو کوربه دى او پاى لوبه به يې د اکټوبر په ٢٧مه ترسره شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...