د افغانستان او بنګله دېش تر منځ د يو ورځينو لوبو په دویمه سيالۍ کې افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۴۲ منډو ماته ورکړه او له دې سره يې د دريو يو ورځنيو لوبو لړۍ بريا په خپل نوم کړه.
په تېرو اتو کلونو کې بنګله دېش پر خپل کور کې د یو ورځنیو لوبو لړۍ یوازې انګلنډه ته بایللې وه. بنګله دېش د نننۍ لوبې پچه وګټله او له دې سره يې لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې بنګله دېش ته د ۳۳۲ منډو هدف وټاکه خو بنګالۍ لوبډله ونتوانېده چې دا هدف پوره کړي او ټوله لوبډله په ۴۴ اور کې د يوازې ۱۸۹ منډو په جوړولو سره وسوځېده.
د افغانستان وتلي ستوري رحمان الله ګوربز ټیک په ۱۰۰ بالونو سلیزه ووهله. دا په روانه لوبلړۍ کې لومړی افغان لوبغاړی شو چې سلیزه پوره کوي.
نوموړي د اتو شپږيزو او ۱۳ څلوريزو په وهلو سره په ۱۲۵ توپونو ټولې ۱۴۵ منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی ونومول شو.
د رحمان الله ګوربز تر څنګ ابراهیم ځدراڼ هم سليزه پوره کړه. نوموړی دې هدف ته د يوې شپږيزې او نهو څلوريزو په وهلو سره په ۱۱۹ توپونو ورسېد.
رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د لومړۍ وېکټې لپاره د سترې ملګرتیا له جوړولو وروسته په یو ورځنیو سیالیو کې د افغانستان لپاره ترټولو اوږدې ملګرتیا ريکارډ هم په خپل نامه کړ. دواړو ۲۵۶ منډو ملګرتیا وکړه.
دواړو په ګډه په ۲۰۱۰ کال کې د سکاټلنډ پر وړاندې د کریم صادق او محمد شهزاد د ډېرو منډو د ملګرتیا ریکارډ مات کړ، چې ۲۱۴ منډې وې او په یو ورځنیو سیالیو کې یې د افغانستان لپاره د ملګرتیا نوې ريکارډ ثبت کړ.
په دې لوبه کې محمد نبي ۲۵، نجيب الله ځدراڼ ۱۰، راشده خان ۶، مجيب ځدراڼ ۵، رحمت شاه ۲، حشمت الله شهيدي ۲، عظمت الله عمرزی ۲ او فضل الحق فاروقي يوه منډه جوړه کړه.
په توپ اچونه کې د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي ۳، مجيب الرحمان ځدراڼ ۳، راشد خان دوې او محمد نبي يوه وېکته واخيسته، خو سلیم ساپي بیا و نه توانید، چې ویکټه واخلي.
د بنګله دېش لپاره مشفق الرحيم تر ټولو ډېرې (۶۹) منډې وکړې. د ده تر څنګ شکيب الحسن، ۲۵، مهدي حسن ۲۵، توحيد ۱۶ او لوبډلمشر لېتن داس ۱۳ منډې وکړې.
افغانستان له بنګله دېش سره د دریو یو ورځنیو لوبلړۍ لري، چې درېمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې به د جولای میاشتې پر ۱۱ نېټه په چیتاګرام کې ترسره شي.