Home » افغانستان » افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې «افغان ابدالیان» د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړې ده.

دا لوبه (یکشنبې، د تلې ۲۲مه) ترسره شوه چې پکې هانګ کانګ لومړۍ توپوهنه وکړه او افغان ابدالیانو ته یې د ۱۱۲ منډو هدف وټاکه.

افغانستان دا هدف په ۱۴ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د دې شل اوریزه لوبې غوره لوبغاړی کریم جنت شو، نوموړي په توپ اچونې کې د هانګ کانګ درې لوبغاړي وسوځول او دغه راز په توپوهنې کې ۴۷ منډې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډله به نن (دوشنبه،تلې۲۳مه) د کابل پر وخت ماسپښین مهال د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې له کوربه عمان سره سیالي وکړي.

افغان کرکټ بورډ ویلي، د دې سیالیو موخه د اسیا ایمرجینګ سیالیو لپاره چمتووالی دی، چې د اکټوبر په ۱۸مه نېټه به په عمان کې ترسره شي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...