Home » افغانستان » افغان ابدالیانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې عمان ته ماتې ورکړه

افغان ابدالیانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې عمان ته ماتې ورکړه

افغان الف«ابدالیانو»لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د عمان له الف لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه شل اوریزه سیالۍ(دوشنبې، د تلې۲۳مه)ترسره شوه چې په کې افغان ابدالیانو د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۱۱ منډې وکړې.

په افغان توپ وهونکو کې لوبډلمشر دروېش رسولي ۱۰۹ منډو ناسوځېدلې منډې وکړې او دغه راز کریم جنت ۶۰ ناسوځېدلې منډې ترسره کړې.

عمان د ورکړل شوي هدف په تعقیب د ۷ لوبغاړو په سوېړدو سره ۱۶۷ منډې وکړې او افغان لوبډلې پر وړاندې یې د ۴۴ منډو په توپیر ماتې وخوړه.

ټاکل شوې چې نن(سې شنبې، د تلې۲۴مه)افغان ابدالیان او هانګ کانګ د دې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه وکړي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...