يوې افغانې ميرمنې پښتنې دورانۍ، چې په کندهار کې يې د ماشومانو د زدهکړو او د هغوی د حقونو په برخه کې فعاليت درلود، د سوېډن د ټالبرګ بنسټ له لوري نړيواله جايزه ګټلې ده.
ټالبرګ بنسټ په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دورانۍ ته يې د (نوې رهبرۍ) دغه جايزه له دې کبله ورکړې چې د افغانستان په نارامه وضعيت کې يې د ماشومانو د ډيجيټلي زدهکړو لپاره يې هلې ځلې کړې دي.
ټالبرګ بنسټ د پښتنې دورانۍ يو لنډ وېډيويي کليپ هم خپور کړی او نوموړې په کې ويلي، چې په وروستيو کلونو کې يې د ماشومانو د ډيجلي زدهکړو په برخه کې ډېر پرمختګ کړی و.
نوموړې زياته کړې، په وروستيو څلورو کلونو کې يې د ډيجيټلي زدهکړو د زدهکوونکو شمېر ۷زره ماشومانو ته ورسېد او په همدې موخه يې ورته ۱۸ ډيجيټلي ښوونځي هم جوړ کړي وو چې د دروانۍ په خبره په تېره اګسټ مياشت کې دا هر څه له منځه لاړل.
پښتنې دورانۍ په کندهار کې د ماشومانو لپاره د (لرن افغانستان) تر عنوان لاندې د ډيجيټلي زدهکړو پروګرام پيل کړی و او دغه پروګرام د ماشومانو لپاره د زدهکړو په برخه کې مؤثر بلل شوی و.