Home » اقتصادی » افغانۍ د ۹ غوره پولي واحدونو په ډله کې راغلې

افغانۍ د ۹ غوره پولي واحدونو په ډله کې راغلې

د افغانستان بانک وايي، په وروستي یوه کال کې ۳ میلیارده ۱۴۰ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ نوي بانک نوټونه چاپ شوي او په همدې کال کې ۱ میلیارد او ۱۰۰ میلیونه افغانۍ توزېع او مندرس بانک نوټونه هم راټول شوي دي.

د دغه بانک د پولي سیاست مشر احمد جواد سداد د بانک د کلني راپور وړاندې کولو په خبري کنفرانس کې وویل، د بلومبرګ په راپور کې د نړۍ د ۹ بهترینو او ۹ بدترینو پولي واحدونو څېړنه شوې، چې له نېکه مرغه افغانۍ د ۹ بهترینو پولي واحدونو په ډله کې راغلې ده.

د یاد بانک د وینا له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱.۰۱ سلنه زیات شوی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې کال کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۳.۸۶ سلنه کم شوی وو.

دغه بانک همدا راز زیاتوي، په همدې کال کې ۸ میلیارده او ۶۸۳ میلیون او ۲۴۴ زره او ۴۱۹ افغانۍ عواید راغونډ شوي چې د تېر کال پرتله ۹۵٫۵ سلنه ډېروالی ښيي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د افغانستان مرکزي بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان د بانک مسوولان ...