په افغانستان کې د هغو ماشومانو ۴۰ سلنه مړینه د هوا د ککړتیا له امله ده چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم وي.
دا خبره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف پر خپله اېکس پاڼه لیکلي او ویلي یې دي چې ماشومان د لویانو پرتله ډېره هوا تنفس کوي چې په پایله کې یې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو اخته کېږي او په دې توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دا تازه شمېره ده چې یونيسف د هوا د ککړتیا له امله افغانستان کې د ماشومانو د مړینې په اړه خپره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې شوې یوې سروې موندلې وه چې په افغانستان کې څه باندې ۳۷ زره کسان د هوا د ککړتیا له امله پیدا کېدونکو ناروغیو له امله مري چې دا په کال کې د ټولو مړینو څه باندې ۱۴ سلنه کېږي.