Home » افغانستان » افغانستان کې ښځو سره د تاوتریخوالي له امله ۱۰ میاشتو کې ۱۶۷ ښځې وژل شوي

افغانستان کې ښځو سره د تاوتریخوالي له امله ۱۰ میاشتو کې ۱۶۷ ښځې وژل شوي

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه خبري ناسته کې وویل د روان میلادي کال په لسو میاشتو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې ښځو سره د زور زیاتي له امله ‍۱۶۷ ښځې وژل شوي دي.

د یاد کمیېسیون چارواکي وايي په همدې روان میلادي کال او په همدې لسو میاشتو کې د دوي په مرکزي او ولایتي دفترونو کې له ښځو سره د زور زیاتي ۳۴۷۷ قضیې ثبت شوي دي.

کمېسیون وايي دغې قضیې ډېری برخې د فزیکي، جنسي، رواني او اقتصادي تاوتریخوالي پیښې یاد شوي دي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې شبنم صالحې لس میاشتنی راپور وړاندې کړ او وویل چې په دغو قضیو کې تر ټولو زیاتې يې له ښځو سره د فزیکي تاوتریخوالي پیښې شاملې دي.

صالحي زیاته کړه سږ کال د ښځو سره د فزیکي تاوتریخوالي ۱۲۴۱ قضیې ثبت شوي دي.

همدارنګه د یاد کمېسیون کمېشنرې وویل د فزیکي تاوتریخوالي د ۱۲۳ قضیو عاملین حکومتي بنسټونو له خوا نیول شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د تېر کال په پرتله سږ کال په هېواد کې د کروناویروس د محدودیتونو له امله له ښځو سره د تاوتریخوالي په ثبت شویو قضیو کې ۱۱ سلنه کموالی راغلی دی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...