په افغانستان کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو لږ وروسته په ټول هېواد کې د نجونو او په ځانګړې توګه له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو ښځينه زدهکوونکو پرمخ ظاهرا ښوونځي وتړل شول.
د يادو زدهکوونکو پرمخ د ښوونځيو له بندېدو ۲سوه ورځې تېرېږي؛ خو لا هم د طالبانو سرپرست حکومت د نجونو پرمخ د ښوونځيو د پرانيستو پرېکړه نه ده کړې.
راحله په کابل کې د لسم ټولګي زدهکوونکې ده او پرمخ يې د ښوونځيو بندېدو له امله د خپل راتلونکې په اړه اندېښمنه ده. نوموړې له رويداد خبري اژانس سره د خبرو پرمهال له حکومت وغوښتل، چې د زدهکړو اساسي حق دې ورکړل شي او ژر دې د نجونو ښوونځي پرانېزي.
له دې سره يو شمېر فعالان هم د ښوونځيو د پرانېستو غوښتنه کوي او پر حکومت غږ کوي، چې د نجونو ښوونځيو د تړلو له لارې دې له ولس سره ځان مواجه کوي.
پرون دوشنبه د افغان ميرمنو لپاره د امريکا استازې رينا اميري ويلي و، چې طالب مشران د نجونو د زدهکړو په برخه کې په دوو برخو وېشل شوي دي. د نوموړې په خبره يوه ډله يې د نجونو د زدهکړو پلوي او پاتې بله يې مخالفت کوي.
خو پوهنې وزارت د داسې څه موجوديت رد کړی او ويلي يې دي، چې د نجونو زدهکړو پيلولو ته بشپړ چمتووالی لري او يوازې د حکومت د رهبرۍ امر ته په تمه دي.