Home » افغانستان » افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري

افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ نوي زیږیدلي ماشومان مري

د افغانستان لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګه وایي، په افغانستان کې د ورځې شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د هغو ناروغیو له امله چې درملنه یې ممکنه ده، مري.

«ډبلیو‌ اچ ‌او» نن په یوه ټویټ کې ویلي، دوی باید د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم د ښې روغتیا لپاره ګړندی اقدام وکړي.

«ډبلیو‌ اچ ‌او»  د افغانستان د بشري مرستو له وجهي صندق څخه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د روغتیایي خدمتونو د ملاتړ په خاطر مننه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې پرون په یوه ټویټ کې په افغانستان کې د خوړو د جدي نه خوندیتوب اغېزې ویجاړونکې بللې.

ياد سازمان ويلي، په دې هېواد کې شل ميلیونه کسان د خوارځواکۍ، ساري او نورو روغتیایي ستونزو له خطر سره مخامخ دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...