Home » افغانستان » افغانستان کې له هرو ۱۰ کورنیو کې ۹ یې کافي خواړه نه لري

افغانستان کې له هرو ۱۰ کورنیو کې ۹ یې کافي خواړه نه لري

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یو وار بیا په افغانستان کې د افغانانو اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې دمګړۍ په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او په هرو لسو کورنیو کې نږدې نهه یې کافي خواړه نه لري.

په راپور کې راغلي چې د خوړو نړیوال پرواګرام تېرکال په افغانستان کې له شاوخوا ۲۳ میلیونه خلکو سره بشري مرستې کړې، خو په خبره یې، لاهم په ټول هېواد کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د خوړو نړیوال پرواګرام مخکې ویلي وو چې که له افغانانو سره بشري مرستې ونه شي، له سخت بشري بحران سره به مخ شي.

دې ادارې ویلي وو چې له افغانستان سره د ۴.۶ میلیارده ډالرو غوښتل شوې بشري مرستې څخه یې یوازې پنځه فیصده ترلاسه کړې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...