د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام یا UNDP په یوه تازه خپاره کړي رپوټ کې د کورونا وېروس له خپرېدو سره د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه ویلي چې د دغه هېواد اقتصادي وده ۹سلنه راکمه شوې او په ملي ناخالصو تولیداتو کې یې هم کمی راغلی.
د دغه سازمان د اټکل له مخې، د کرونا وېروس د خپرېدو په پایله کې په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه ۱۳ سلنه لوړه شوې ده.
UNDP حکومت او مرستندویه بنسټونه ته څو پراختیایي پروګرامونه وړاندیز کړي او ویلي یې دي چې د منفي اغېزو د راکمولو او وضعیت د ښه والي لپاره له افغان حکومت او خلکو سره مرستو ته ژمن دي.
ددغه سازمان د رپوټ له مخې، د کورونا وېروس له امله په افغانستان کې د بې وزلۍ کچه له ۵۵ سلنې څخه ۶۸ سلنې ته پورته شوې او ددغه هېواد اقتصاد هم لوی زیان اوښتی دی.
ددغه رپوټ یوې چمتو کوونکې شبنم سهیم خبریالانو ته وویل، د افغانستان اقتصاد په داسې وضعیت کې نه دی چې د کورونا وېروس له امله له رامنځ ته شوي کړکېچ سره مبارزه وکړي:
“نه یوازې د سیاستوالو د نظر پر بنسټ، بلکې زموږ د راټولو شویو معلوماتو پر اساس د افغانستان اقتصاد ددې وړ نه دی چې له روان کړکېچ سره مبارزه وکړي؛ ځکه چې محدودې سرچینې په واک کې لري، دولت د اړتیا وړ عواید نه لري چې پر کړکېچ برلاسی شي؛ له همدې کبله نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.”
د ملګرو ملتونو د پراختیا دغه سازمان د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ځینې تګلارې وړاندیز کړې دي.
په افغانستان کې د دغه سازمان استازی عبدالله الدرداري وايي:
“موږ دغه راز د بیا نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د دولت او خصوصي سکټور قانوني چوکاټ کې کار کوو، له اقتصادي اړخه د مېرمنو پیاوړې کول او حکومتولۍ او بنسټونو د پیاوړتیا برخه کې ډېر مهم لومړیتوبونه شته، موږ به د سولې پر ټینګښت او دوامداره پرمختګ تمرکز وکړو او لس داسې لارې به وړاندیزکړو چې په راتلونکو شپږو کلونو کې به زموږ د لارې نخچه وي.”

ښاغلي الدرداري وویل، افغان حکومت له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو، د مالیې له راټولونې او له فساد سره د مبارزې برخه کې تر یوه بریده اقتصادي کړکېچ کنټرولولی شي.
خو هغه په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې اندېښنه وښوده او ویې ویل چې فساد د هر پروګرام پر وړاندې یو خنډ دی.
هغه زیاته کړه، افغان حکومت ژمنه کړې چې له فساد سره به جدي مبارزه کوي.