د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش او د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبدالهيان په افغانستان کې د وضعيت پر خرابېدو اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی چې د ستونزې حل د يوه داسې دولت په رامنځته کولو کې نغښتی، چې د دغه هېواد ټول قشرونه په کې ګډون ولري.
په دې خبرو کې چې نن شنبه (غويي په ۱۷مه) شوي، عبدلهيان په افغانستان کې د ترهګريزو تحرکاتو زياتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې دغه ډول تحرکات په افغانستان کې د ناسم راتلونکي احتمال مطرح کوي.
نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې د لوږې له امله کډوالي مخ پر زياتېدو ده او دغلته بشري ستونزې لا پسې ډېرېدونکي دي. عبدالهيان د افغانستان اقتصادي وضعيت د سمولو په موخه د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ پر ازادېدو د ټينګار ترڅنګ ويلي، چې ملګري ملتونه دې هم د افغان کډوالو او په دې هېواد کې د بشري ناورين پر وړاندې خپل مسووليتونه ترسره کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټريش هم په افغانستان بشري وضعيت ناسم بللی او په ايران کې يې افغان کډوالو ته د نسبي ښه بستر برابرېدو له امله مننه کړې.
په افغانستان کې د ناسم راتلونکي په اړه دغه احتمال داسې مهال مطرح کېږي، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهيسې په اقتصادي او بشري ناورين دوام لري.