لیکوال صدیق الله احمدزی
د ۲۰۲۱ کال د اګیست میاشتې راپدېخوا کله چې طالبان بېرته ته واک ته ورسېدل، ډېر شمېر خلک له فقر او بېوزلۍ سره مخامخ شوي. د نړیوال بانک د تخمیني شمېرو له مخې، د جمهوریت له سقوط وروسته د فقر کچه ۹۰ سلنې ته پورته شوې او د وځګارۍ کچه ۷۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
د بشري ناورین عمده لاملونه د نړیوالې ټولنې د اقتصادي مرستو قطع کېدل او طالبانو لخوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقوقو نه مراعات کېدل، د یوه ټول شموله نظام لپاره کار نه کول او د دوحې تړون له مخې د توافق شویو موضوعاتو پر سر د طالبانو لخوا نه جوړجاړی بلل کېږي. دا ټول عوامل یو ناڅرګند سیاسي او اقتصادي وضعیت رامنځته کړی او مستقیمه اغېز یې د خلکو په ژوند پریښې ده.

که چېرې طالبان په خپلې حکومتولی کې بدلون راولي او د خلکو او نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنو سره توافق څرګند کړی، نو د نړیوالې ټولنې مرستې به بیاځلي شروع سي او د دې ډلې د واکمنۍ د مشروعیت په برخه کې به نړی انعطاف ښکاره کړي. خو چېرې دا انعطاف په طالبانو کې رامنځته نشي، نو نړی به د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو کې اقدام ونکړي او خلک به دغه ناندریو اصلي قربانیان وي.