Home » افغانستان » افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالي ته د سپینې ماڼۍ اندېښنې
رویداد خبري آژانس
د سپینې ماڼۍ ویانده جان ساکي

افغانستان کې د طالبانو تاوتریخوالي ته د سپینې ماڼۍ اندېښنې

په کابل کې د افغان حکومت د رسنیو د مرکز د رییس دواخان مینه پال تر ترور وروسته، سپینې‌ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي، چې د وسله والو طالبانو وروستي بریدونه، د طالبانو د نړیوال مشروعیت خپلولو سره مرسته نه کوي.

جان ساکي سپینه مانۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې وضعیت له نژدې څاري او د ولسي وګړو وژلو ته اندېښنه لري.

مېرمن ساکي وویل:” که طالبان ادعا کوي، چې نړۍوال مشروعیت غواړي، نو دې وروستيو ګامونو سره به مشروعیت ته و نه رسېږي. هغوی اړ نه‌دي، چې دې لاره کې پاتې شي.طالبان کولی شي، د سولې لپاره ورته انرژي ولګوي.”

دا په داسې حال کې ده، چې پرون طالبانو د نیمروز مرکز زرنج ښار ونیو.

طالبانو پرون ومنله، چې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز مشر دواخان مینه‌پال دوی وژلی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جان ساکي ویلي: “اول اجازه راکړئ، چې د امریکا د حکومت په استازولۍ د افغانستان د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز د مشر دواخان مینه‌پال تررو سخت وغندم. د ده قتل، داسې مهال شوی، چې همدې اوونۍ کې د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست پر کور ځانمرګی برید وشو.”

مېرمن ساکي ویلي:”طالبانو د دې وروستي برید مسوولیت منلی او داسې هېڅ دلیل نه‌شته، چې د هغوی د مسوولیت اړوند رپوټونو باندې شک وکړو. “

کابل کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست پر کور د تېرې سه‌شنبې پر ورځ ځانمرګي او وسله‌وال برید کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...