د ا.ا ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د «ترهګرو ضد عملیاتو» پرمهال د داعش خراسان څانګې یو مهم قوماندان وژلی دی.
امریکا غږ راپور ورکړی چې د ا.ا اړوند رسنۍ د دغه قوماندان نوم ذکرالله ښودلی چې په ابو شېر مشهور و او وایي چې یاد کس د داعش ډلې د خراسان څانګې غړی دی.
د ا.ا چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. ا.ا پرلپسې د داعش پر وړاندې د عملیاتو او د هغوی د جنګیالیو او قومندانانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د داعش خراسان څانګه په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان په ختیځ کې راپيدا شوه او اچین ولسوالي د دې ډلې د قرارګاه مرکز و. په تېره یو لسیزه کې یې په افغانستان کې وژونکي بریدونه ترسره کړل، دې ډلې په تېرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د وژونکو بریدونو مسوولیت منلی چې په ځینو پېښو قربانیان یې د افغانستان شیعه ګان وو.
په افغانستان کې د ا.ا چارواکو پرلهپسې ادعا کړې چې په دوامداره توګه د عملیاتونو په ترسره کولو سره یې د داعش فعالیتونه محدود کړي دي او لوېدیځ هېوادونه او نړیوالې ادارې یې د خراسان څانګې په لوی ښودلو تورنې کړې دي.
ا.ا همداراز ادعا لري چې پاکستان او تاجکستان داعش جنګیالان په خپله خاوره کې روزي که څه هم چې اسلام اباد او دوشنبې د ا.ا دا ادعا رد کړې او حکومت یې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې په ناکامۍ تورن کړی چې د افغانستان له خاورې کټه اخلي او د سیمې ثبات ګواښي.