د خوړو نړیوال پرګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې یې نږدې اته میلیون کسانو ته خواړه، نقدې پیسې او د خوراکي توکو د بستو مرسته کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام چهارشنبه د کب ۹مه د یادو شمېرو په خپرولو سره ویلي چې دا مرستې په تېره میاشت (جنورۍ) کې شوې دي.
دې ادارې همداراز ویلي چې ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی و چې په ۲۰۲۴میلادي کال کې په افغانستان کې ۲۳.۷میلیون کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.