خوارځواکي هغه ناروغي ده چې په دې وروستیو کې یې په هېواد کې شمېر تر بل هر وخت مخ پر زیاتېدو دی. د دې ناروغۍ اصلي سرچینه د امېندوارۍ پرمهال د میندو او کورنیو بې پروایي ده.
ډېری مېرمنې د دې لپاره چې وروسته ورته روژه نیول ستونزمن وي او یا د کافي معلوماتو د نه لرلو له امله د امېندوارۍ او یا شېدو ورکولو پر مهال روژه نیسي چې له همدې امله یې ماشوم کمزوری کېږي او له زېږون وروسته په خوارځواکۍ اخته کېږي.
د غذایي موادو نشتون د دې لامل کېږي چې ماشوم په خوارځواکۍ اخته شي، د تغذیې متخصص، عبدالولي سمندري په دې اړه وايي: “خوارځواکي هغه حالت دی چې د غذایي موادو د نشتون له امله رامنځته کېږي. خوارځواکي یوه نړیواله ناروغي ده چې په ټوله نړۍ کې شته په ځانګړې توګه په افغانستان او افریقایي هېوادونو کې د پراخېدو په حال کې ده.
د نړیوال سازمان د راپورونو له مخې، په نړۍ کې ۱۵۰میلیون ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.”
دا چې اسلام د شفقت او ترحم دین دی، نو له همدې امله امېنداواره ښځې ته ډاکټرانو له معاینې سره سم اجازه ورکړې چې روژه وخوري او بیا یې قضایي ونیسي.
دیني عالم، مولوي سمیع الله نوري وایي چې امیندوارې مېرمنې باید روژه وخوري، د روژې خوړل ورته جایز دي، خو وروسته به یې قضايي نیسي.
د ښاغلي نوري په وینا، “دا خبرې په هدایه یا د «روژې کتاب» کې راغلې دي.”
بلخوا هغه کورنۍ او خاوند چې د امېندواۍ پرمهال خپلې مېرمنې ته پام کوي، په دې حال کې د ماشوم د کمزوتیا احتمال کم دی.
د کابل اوسېدونکې، نوریه احمدي وایي: “ما به د امنېدوارۍ پرمهال د خوراکي توکو لپاره ځانګړی مهالوېش درلود، سهار د چای له څښلو وروسته به مې تر غرمې پورې دوه یا درې ځله مېوه خوړله، همدا ځانته پاملرنه مې د دې لامل شوه چې ماشوم مې له زیږون وروسته ښایسته او پیاوړی و.”
خو خالده دوران بیا وايي، چې د دوی اقتصادي حالت ښه نه دی، د امېنداوارۍ پرمهال یې هر ډول خوړو ته لاسرسی نه درلود او په وینا یې وروسته یې چې ماشوم وزیږېد، ډېر کمزوری و.
مېرمن خالده وایي، “ډاکټرانو ویل چې ماشوم مو باید ښه وساتئ موږ خپله هڅه کوله، خو خراب اقتصاد مو د دې لامل شو چې له شپږو میاشتو وروسته مو ماشوم په خوارځواکۍ اخته شو او لا هم په همدې حالت کې دی.”
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې څو ځله نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو خبرداری ورکړی دی.