د اوبو د نړیوالې اوونۍ په څنډه کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړ چې د تېرو کلونو په پرتله د څښاک اوبو ته د افغانانو اړتیا ډېره شوې ده.
دغه نهاد نن ( چهارشنبې، د وږي۷مه) په خپله اېکس کې اعلان وکړ چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې کورنۍ په اوسط ډول له ۱۷ دقیقو څخه زیات وخت د څښاک اوبو برابرولو لپاره تېروي.
اوچا په افغانستان کې د هوا د تودوخې لوړېدو ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې دې مسئلې د اوبو کمښت لا زیات کړی دی.
د دغه راپور له مخې، ۶۷ سلنه کورنۍ اوبو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ دي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله دا کچه ۴۸ سلنه لوړه شوې ده.
اوچا زياته کړه: په داسې حال کې چې کليوالې کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په اوسط ډول ١٧ دقيقې مزل کوي، ښاري کورنۍ هم د تېرو کلونو په پرتله دوه برابره پيسې ورکوي.
د اوبو نړیواله اوونۍ چې هر کال د اګست میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې ترسره کېږي، د نړۍ په کچه د اوبو بحران ته د پام اړولو فرصت بلل کېږي. اوس مهال اوبو ته لاس رسی یوه نړیواله ننګونه ګرځېدلې او دا ستونزه ورځ په ورځ زیاتېږي.
افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون له امله سخت ځپل کېږي. په هېواد کې پرله پسې وچکالۍ زرګونه کورنۍ اړ کړې چې خپلې سیمې پرېږدي او د اوبو په لټه کې شي. دا وضعیت نه یوازې بشري ناورین ته وده ورکوي، بلکې د دې جدي ننګونې سره د مبارزې لپاره د سمدستي او اغېزمنو ګامونو ته اړتیا هم په ګوته کوي.