Home » افغانستان » افغانستان کې د اقليمي بدلون په تړاو ګواښونه

افغانستان کې د اقليمي بدلون په تړاو ګواښونه

پرون (دوشنبې، د لړم ۲۱مه) د کاپ۲۹ په نوم د ملګروملتونو د چاپیریال ساتنې کنفرانس د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شو، د ملګروملتونو د بشري مرستو د تنظیم دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر په اذربایجان کې د کاپ۲۹ غونډې له برخه‌والو څخه غوښتي چې له اقلیمي بدلون څخه د زیانمن شویو ټولنو د ملاتړ لپاره ژر اقدام وکړي.

بلخوا د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام پرون په افغانستان کې د خوراکي موادو د مصونیت په اړه په یوه راپور کې اټکل کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې به اقلیمي بدلون د کرنې او مالدارۍ پر محصولاتو منفي اغېز وکړي او له همدې امله په‌‌ دې هېواد کې د خوراکي مرستې اړتیا دوامداره پاتې ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...