Home » افغانستان » افغانستان کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ريل پټلۍ پروژې سروې پيلېږي

افغانستان کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د ريل پټلۍ پروژې سروې پيلېږي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت وياند حفيظ احمد ضياء خبر ورکړی، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد ولسمشرۍ د چارو ادارې له رئيس سردار عمرزاکوف سره ليدلي.

د نوموړي په خبره، دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، ټرانزیټ، د کرنې په سکټور کې پر همکاریو او د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ پروژې د کار د پیل په باب خبرې کړي.

حفيظ احمد زياته کړې، چې په ليدنه کې د افغانستان اورګاډي پټلۍ متخصصینو د نقشې جوړولو او د سروې ترسره کولو په اړه چمتووالی وښود؛ خو په خبره يې د ازبکستان د چارو ادارې رئیس عمرزاکوف بيا ډاډ ورکړی، چې د دې اوونۍ له پیل سره سم به د افغانستان په خاوره کې د يادې پروژې د سروې چارې هم پیل شي.

نوموړي ويلي، د افغانستان د کرنې سکټور د اصلاح لپاره به د خپلو مرستو ترڅ کې د کرنيزو ناروغیو او مالدارۍ د درملنې لپاره به، په افغانستان کې پر امکانات سمبال کلینیکونه جوړ کړي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي د افغانستان په اړه د تاشکند په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تېره اوونۍ ازبکستان ته تللی او لا هم هماغلته د دې هېواد له چارواکو او له تاريخي ځايونو څخه په ليدنه بوخت دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...