Home » افغانستان » افغانستان کې تښتول شوي امريکايي په يوه پيغام کې د خپلې ازادۍ غوښتنه کړې

افغانستان کې تښتول شوي امريکايي په يوه پيغام کې د خپلې ازادۍ غوښتنه کړې

نيويارکر مجلې پرون جمعه د (وري په ۱۲مه) د مارک فريريکس په نوم د هغه امريکايي وېډيويي پيغام خپور کړی، چې دوه کاله وړاندې په کابل کې تښتول شوی دی.

نوموړي په دې وېډيويي پيغام کې ويلي، چې د خپلې ازادۍ لپاره په تمه دی او له طالبانو يې غوښتي چې له خپلې کورنۍ سره د يو ځای کېدو اجازه ورکړي.

نيويارکر د يادې وېډيو د خپراوي په اړه ويلي، چې د مارک فريريکس وېديو يې په افغانستان کې له يوه نامالوم کس څخه ترلاسه کړې او بيا يې خپره کړې ده.

د دې وېډيو له خپرېدو سره د فريريکس خور کارلين ککورا پرون رسنيو ته ويلي، له دې کبله چې ورور يې ژوندی دی او وېډيويي پيغام يې خپور شوی، خوښه ده.

نوموړې د امريکا له ولسمشر جوبايډن او د بهرنيو چارو له وزير انټوني بلېنکن غوښتنه کړې چې د فريريکس د خوشې کولو په موخه جدي هڅې وکړي.

فريريکس د ۲۰۲۰ زېږديز کال د جنوري په ۳۱مه له کابل څخه وتښتول شو او په دې اړه د نړيوالو رسنيو له لوري په خپرو شوو راپورونو کې ياده شوې، چې د حقاني شبکه د نوموړي په تښتولو کې لاس لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...