د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د کرونا وبا ۹۸ نورې مثبتې پېښو ثبتېدو او ۶ تنه د مړو کېدو خبر ورکړی دی.
روغتیا وزارت نن چهارشنبه د دسمبر۳۰ ( مرغومي ۱۰) ویلي چې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۴۲۸ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۶ تنه مړه شوي او ۱۰۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۱۹۵ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۱ زره او ۹۰۱ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.