د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي،چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۷۶۴ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د دې وزارت له خوا په خپاره شويو ارقامو کې راغلي، چې تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۲ ناروغان مړه شوي او ۲۵۱ نور کسان رغېدلي دي.
د یادو مثبتو پېښو د ثبت سره په افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۹۱۳۰ ته ورسېدې چې له ډلې یې ۲۸۸۱ کسان مړه شوي او ۵۶۹۶۲ ناروغان بېرته رغېدلي دي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحیدلله مجروح ویلي، چې د کرونا دغه درېیمه څپه به تر لومړۍ او دویمې هغې خطرناکه وي.
په تازه مهال د کابل ښاروالۍ د کرونا ویروس مخنیوي په موخه په کابل کې د ودونو ټول هوټلونه تر نامالومې نېټې پورې تړلي دي.
یاد وزارت وایي، چې ولسمشر غني ته یې یو وار بیا د تعلیمي بنسټونو د رخصتېدو لپاره یوه طرحه سپارلې ده.