د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۳۱ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۱۰۴ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۹۳۷ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته څلور تنه مړه شوي او ۲۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱ زر او ۵۱۸ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۱۵۰ ته لوړ شوی دی.