Home » افغانستان » افغانستان کې اقلیمي کړکېچ؛ د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸ زره کسان بېځایه شوي

افغانستان کې اقلیمي کړکېچ؛ د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۳۸ زره کسان بېځایه شوي

له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان راپور ورکړی چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو د اقلیمي بدلون له امله د بېځایه شویو کسانو شمېر د پروسږ ټول کال په کچه دی.

دغه سازمان نن (سې شنبې، د زمري ۱۶مه) په یو راپور کې لیکلي چې شدیدې طبیعي پېښې، لکه وچکالي، سېلابونه، د ځمکې ښوییدنه، واورې او طوفانونه په افغانستان کې د ۳۸زره کسانو د بېځایه کېدو لامل شوي دي.

له ماشومانو څخه د ملاتړ سازمان د شمېرو له مخې، په دغو بېځایه شویو کې نیم یې ماشومان دي.

یاد سازمان دا هم ویلي چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن شوی هېواد دی، خو د دې کړکېچونو پر وړاندې تر ټولو کم امکانات لري.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې په تېرو څو میاشتو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...