Home » افغانستان » افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په ۸ ویکټو ماتې ورکړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د ۸ ویکټو په توپيرماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه.

افغان لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله او لومړی یې زمبابوې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

زمبابوې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان سره په ۳۰ اورونو کې افغان لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر او راشد خان ارمان تر نورو ښه وځلیدل، غضنفر د سیالې لوبډلې ۵ او راشد خان ارمان ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دومهمه پاڼۍ کې افغان لوبډلېتوپ وهنه پیل کړه چې، د صدیق اتل ۵۲، عبدالمالک ۲۹، حشمت الله شهیدي ۲۰ او رحمت شاه ۱۷ منډو سره یې وکولای شول یاد هدف پوره او زمبابوې ته ماتې ورکړي.

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر یو ورځنیو سیالیو ورمخکې د درېیو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ هم درلوده چې افغانستان ۲-۱ ګټلې وه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان او زمبابوې ملي لوبډلې تر دغو یو ورځنیو سیالیو وروسته دوه ټېسټ لوبې هم کوي، چې لومړۍ د روانې ډسمبر میاشتې له شپږویشتمې تر دېرشمې او بله د جنورۍ له دویمې تر شپږمې کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...